خوست کې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴۶
خوست کې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار په ملي اماني لوبغالي کې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کاروان تسل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې د لیګ په شکل ترسره شوې، په پای کې یې کاروان تسل لوبډلې د ٢١ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د خوست ولایت ورزشي مسؤولانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې دغو سیالیو یوه میاشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴۲
Background image

هرات مرکز کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د فول کانتاکت سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول کانتاکت فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د فول کانتاکت سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ په بېلا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۱:۱۵
Background image

خوست؛ تريزيو عليشېرو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تريزيو عليشېرو ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه نيمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS