ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
