پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړي لوبه کې عطاګل کلا سټار لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر خپلې سیالې منصور باچا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه
