هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ الف لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ الف لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سباوون هاشمي لوبډلې د ٥ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې انصاري لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټسال لیګ ته د ښه چمتووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٣ ورځې یې دوام وکړ.
