پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د فوټبال غوره ليګ سیالۍ پیل شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د شکست او لشکري لوبډلو ترمنځ د یو- یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
