میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په قلعه قیام سیمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میدان سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې میدان سټار لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ابراهیم خېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
