بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې له بالا مرغاب او غورماچ ولسواليو څخه د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو عمري او وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د بالا مرغاب ولسوالۍ پهلوانانو د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د غوره پهلوانانو موندل او د پهلواني ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
