ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې له بېلابېلو کلبونو ۹۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۹ تنه غوره ورزشکاران د ننګرهار جمناسټیک منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
