هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پښتون لوبډلې د ۵ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې عاجز امیري لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
