ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې ميدانک زلمو لوبډلې په ټاکلو نهو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې سولې اتلانو لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه، په ځواب سولې اتلانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۹۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۹ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
