کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۲۲ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
