کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې د زورخانه‌يي ورزشونو په جمنازيوم کې ترسره شوې.

د يادو سياليو په فټنيس برخه کې له ( ۱۶۵ - ۱۹۰+) سانتي متر قد لرونکي ورزشکارانو سيالۍ ترسره کړې، چې په پای کې يې ۷۰ تنه راتلونکو پسرلنيو سياليو ته وټاکل شول.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ راتلونکو پسرلنيو سياليو ته د غوره ورزشکارانو د پيژندلو په موخه وشوې، چې دوه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS