کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانهيي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانهيې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانهيې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ تشويقي سيالۍ ( د مرحوم اقبال احمد منوچهر جام )تر سرليک لاندې د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې پيل شوې.
په دې سياليو کې به له منفي ۳۰ کيلو ګرام وزن څخه تر مثبت ۱۲۵ کيلو ګرام وزن په وزني کټګوريو کې به ورزشکاران د يو بل پر وړاندې د تک فايټ په ډول سيالۍ ترسره کړي، چې په پايله کې به يې غوره ورزشکاران راتلونکو سياليو ته غوره شي.
د ويلو ده چې يادې سيالۍ د ورزشکارانو د تشويق او ودې په موخه پيل شوې چې يوه ورځ به دوام وکړي.
