بلخ؛ کابل لوبډلې د لامبووهلې سیالۍ وګټلې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۱:۴۱
بلخ؛ کابل لوبډلې د لامبووهلې سیالۍ وګټلې

د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د نوي ۱۴۰۱ کال د رارسېدو په مناسبت د المپيک ملي کمېټې او ورزش ریاست په ملاتړ د “جام ګل سرخ” په نوم د لامبو وهلو سیالۍ وشوې.

په دې سیاليو کې د بلخ ولایت پر معلول لامبو وهونکو ورزشکارانو سربیره د کابل، هرات، بلخ، کندهار، بامیان او سمنګان ولایتونو ۷۵ ورزشکارانو په بېلابېلو ډلبندیو کې ګډون کړی و.

په دې سیالیو کې د کابل لوبډلې لومړی، بلخ دوهم، هرات درېيم او بامیان لوبډلې څلورم مقام وګاټه.

د لامبووهلو فدراسیون د مسؤلینو په خبره د دې لوبو موخه د ورزش د فرهنګ دودول او د هیواد د خلکو تر منځ یوالی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS