د بند امير د واليبال د سيالۍ د يکاولنګ ٢ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
دغه سیالۍ د فولاد مرکز، یکاولنګ ۲، یکاولنګ ۱ تاله او برفک، دشت عیسی خان مرکز او بند امیر لوبډلو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د یکاولنګ ۲ او بند امیر لوبډلې فاینل ته ورسیدې او د یکاولنګ ۲ لوبډلې وتوانېده بند امیر ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړي.
د يادو سياليو د مسوولينو په وينا، د يادو سياليو موخه د واليبال د ودې او د دغه ولايت لرو پرتو ولسواليو ته د دې په زړه پورې لوبې وده ده.
د دغو سیالیو په پای کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن، د بدني روزنې عمومي ریاست مالي او اداري رئیس عبدالودود حقاني، محمد فاروق امرخیل د تدارکاتو او حمیدالله صافی د خدماتو امر د دغو سیالیو پای لوبه یې له نږدې وکتله.
ښاغلي نظر محمد مطمین ورزشکارانو ته په خپلو خبرو کې وویل: ډېر خوښ یم چې د بامیانو په بند امیر کې یم او د والیبال او لامبو سیالیو شاهد یم.
نوموړي دغه راز د لامبو وهونکو لوبغاړو ستاينه وکړه او ويې ويل چې لامبو يوه شرعي لوبه ده چې په ټول افغانستان کې ډېره مشهوره ده او موږ ژمنه کوو چې د دې ورزش د ودې لپاره به عملي ګامونه پورته کړو.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له ټولو ورزشي فدراسیونونو وغوښتل، چې په امیر بند کې د مېلمنو د خوښۍ په موخه هره جمعه په منظم ډول بېلابېلې سیالۍ ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د سياليو په پاى کې د لامبو وهلو ورزشي سيالۍ د ١٣ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې، چې په کې علي شاه لومړى، بصير دويم، سردار او سيد علي درېيم او څلورم مقامونه خپل کړل.
