موږ د ملي ټیمونو لپاره د غوره استعدادونو په لټه کې یو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د افغان لوبغاړو د استعدادونو د لوړولو په موخه په کابل کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.
دغه تمریناتي کمپ چې شپږ ورځې به دوام وکړي په کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ۴۵ تنه ورزشکارانو د فوټبال ملي لوبډلې ته د ټاکل کېدو په موخه برخه اخېستې ده.
د يادونې وړ ده، چې د دغه روزنيز کمپ د پرانېستې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش او د المپيک ملي کمېټې عمومي رييس انجنير نظرمحمد مطمئن ، د فوټبال فدراسيون رئيس محمديوسف ګارګر او يو شمېر نورو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.