پکتیا کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتیا ولايت د فوټبال فدراسيون د دغه ولايت د ورزش امریت په همکارۍ د فوټبال سيالۍ پیل کړې.
دغه سيالۍ چې د محمود قلعه په کلي کې په پیل شوې دي، په کې ١٢ ټيمونو برخه اخیستې ده
د ورزشي مسوولینو په وینا د دغو سیالیو د پیلولو موخه په دغه ولایت کې د فوټبال وده او ورزش ته د ورزشکارانو هڅول دي.
