د هرات د بایسکېل ځغلونې ورزشکارانو ایران ته د (له هری تر حرم) په نوم ورزشي سفر پیل کړ
په دې فرهنګي ورزشي سفر کې څلورو کسانو ګډون کړی چې تمه ده له هرات ولایت څخه د ایران تر مشهد ښار پورې ۳۷۰ کیلو متره واټن ووهي.
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک له یادو لوبغاړو سره د خدای پامانۍ په مهال د بایسکېل ځغلونې فدراسیون له وروستیو لاس ته راوړنو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د له ګاونډیو هېوادونو سره د ورزشي تجربو شریکول د بدني روزنې او ورزش ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او په راتلونکې کې به د سولې او امن د پیام لېږدولو په موخه دوه ورته دوه اړخیزه ورزشي سفرونو ته زمینه برابروي.
د هرات د بایسکل ځغلونې فدراسیون د رئیس سید عبدالله فضلي په خبره د دغه ورزشي سفر موخه د فرهنګي اړیکو ټینګول او ګاونډیو هېوادونو د سولې او امنیت پیغام رسول دي.
