کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۲:۳۸
کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې

په کابل کې د ٢١ ولايتونو ٣٧٣ ورزشکارانو په ګډون نن دوشنبې د چنګاش په ١٣ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٢٥٠٠ کسيز جمنازيوم کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې د فزيکي سپورت، فزيکي اتلتيک او بدن ښکلا په سبکونو سره پيل شوې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې ګډون کوونکو ورزشکاران د دې پروګرام له ترسره کېدونکو څخه خوښې وښوده چې په سوله ييزه او امنيتي په فضا کې سره را ټول شوي او په ملي لوبډله کې د غړيتوب په موخه سره لوبيږي.

د يادو سياليو ترسره کېدو مسؤلين وايي؛ د دغو سياليو له ترسره کېدو يې موخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل او په بهرنيو سياليوکې ګډون کول دي.

بايد وويل شي چې په دغو لوبغاړو کې د کابل ورزشکاران هم برخه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS