تخار: د فوټبال غوره لیګ پر دوام يوه لوبه وشوه
د تخار ولايت فوټبال غوره لیګ پر دوام يوه لوبه وشوه چې شيوا او پيروزي لوبډلې سره مخ شوې.
دغه لوبه پرون جمعه ترسره شوه چې د شيوا لوبډلې د ٦-٠خپل سيال ته ماتي ورکړه.
د تخار ورزشي مسؤلینو په خبره؛ په دې لوبه کې د شيوا لوبډلې لپاره نعمت الله دوه بشير، شفيق او تميم په ترتيب سره يو يو ګول و واهه.
د يادولو ده چې د دغه ليګ پر دوام به نن شنبې د چنګاش په ٢٥نېټه د تخارستان او سيد عبدالله لوبډلې سره مخ شي.
