قطر ته د المپيک ملي کمیټې د پلاوي سفر پايلې د فدراسيونونو له رئيسانو او مسؤلينو سره شريکې شوې
د بدني روزنې او د المپیک ملي کمیټې رئیس انجنير نظرمحمد مطمئن په رياست د فدراسيونونو له رئيسانو او مسؤلانو او د بدني روزنې او المپيک ملي کمیټې د رهبري پلاوي جلسه کې چې د المپيک ملي کمیټې په انګړ کې دايره شوه دا پايله شريکه کړه.
د المپیک ملي کمیټې رئيس په قطر کې د المپیک بين المللي کمېټۍ استازو، د اسيا المپيک شورا او سوله ډايرټي سره د رسمي ناستو پايلې مثبتې و ارزولې.
په دې لېدنو کې په دې هوکړه شوې وه چې د افغانستان المپيک ملي کمېټه د المپیک بين المللي قوانینو او اصولو په مراعتولو لازمه ده.
همداراز د المپیک بين المللي کمېټه به د افغانستان له المپيک ملي کمیټې سره د تېر په څېر خپل تخنیکي او مالي مرستو ته دوام ورکوي همداراز د افغانستان المپيک بايد ټولو قومونو نارينه او ښځينه ته احترام ولرې په بدل کې به يې د المپیک بين المللي کمېټه به هغو ورزشکارانو ته چې بهر ته سفر کوي د وېزې په اخيستلو کې مرسته کوي.
