بلخ: دهدادي ولسوالۍ کې د يووالي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۴:۵۴
بلخ: دهدادي ولسوالۍ کې د يووالي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د بلخ ولايت فوټبال فدراسیون د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته د مرکز او يو شمېر ولسواليو د ٢٠ ورزشکارانو په ګډون د واليبال سيالۍ پيل کړلې.

د بلخ بدني روزنې او ورزش رياست مطبوعاتي مسوول سهراب عثماني په خبره؛ دغه سيالۍ د دهدادي ولسوالۍ په ورزشي لوبغالې کې د چنګاښ په ٣٠ نېټه د بلخ ولايت ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ يووالى او ورورولي په موخه پيل شوې چې ٢٥ ورځې به دوام وکړي.

د دې سياليو لومړۍ سيالۍ د عطايي او پشت باغ لوبډلو ترمنځ وشوه چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د ٣-٢ پايلې سره د عطايي لوبډلې بريا پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS