میدان وردګ: مرکز میدان ښار کې د شپږو ولایتونو لوبغاړو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې له ځایي ورزشي آمریت سره په همغږي د ځواک میدان ښار لوبډلې په ګډون د غزني، کابل، لوګر، کونړ او ننګرهار ولایتونو لوبغاړو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې د مرکز اړوند سلمان فارس لېسه کې پیل شوې، ١٦لوبډلې پکې ګډون لري چې د پرانیستې په مراسمو کې یې د میدان وردګو د ورزش آمر ذبیح الله وهاج او د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي صفي الله رائد برخه اخیستې وه.
د یاد ولایت د ورزش آمر ذبیح الله وهاج په خبره ددې سیالیو مالي لګښت د ماین پاکي موسساتو له لورې ورکول کېږي چې موخه یې د ځوانانو ترمنځ یووالی، ورزش ته هڅول او له نېشه یي توکو د ځوانانو راګرځول دي.
