هرات: اسلام کلا ښارګوټي کې ورزشي راټولېدنې او نمايشونه وشول
د هرات ولایت اسلام کلا ښارګوټي کې د ورزشکارانو هڅونې په منظور د ورزشي راټولېدنې او نمايشونه د بدني روزنې او ورزش ريئس او غړو، اطلاعاتو کلتور رئیس، مسوولانو، ورزشي روزونکو او ګڼو مخکښو په شتون کې د سولې او يووالي په جمنازيوم کې ترسره شول.
د اسلام کلا ورزشي مسوولینو په خبره؛ دغه راټولېدنه د ياد ښارګوټي ورزشکارانو ترمنځ د هڅونې او انګېزې رامنځته کولو په موخه ترسره شول، د فوټبال او فوتسال ٢٧لوبډلو پکې برخه لرله چې تماشاچیانو او مسوولانو ته يې خپل ورزشي نمايشونه وړاندې کړل.
مولوي ګلاب الدین خپلواک د اسلام کلا له ورزشکارانو سره په ليدنه کې له هغوى څخه د دې ولايت ورزش ادارې هر اړخیز ملاتړ وکړ نوموړي د ورزشکارانو او روزونکو له هڅو مننه وکړه او زياته يې کړه؛ د ولسوالیو، هرات ښار او ښارګوټو ورزش ودې لپاره يې پلانونه په نظر کې نيولي دي.
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعيم الحق حقاني هم د ورزش او دې برخه کې د ځوانانو دګډون په اړه خبرې وکړې او له ورزشکارانو يې وغوښتل چې د سالم ژوند درلودلو په موخه دې ورزش ته مخه کړي.
همداراز په دې ورزشي راټولېدو او نمايشونو کې د ياد ښارګوټي لوبډلو له منځه د فوتسال غوره ليګ کې د ګډون په موخه ١٢لوبډلې غوره شوې، ټاکل شوې دا ليګ به په راتلونکو ورځو کې په اسلام کلا ښارګوټي کې ترسره شي.
دغه نمايشونه پرون د زمري په ٧ نېټه د يوې ورځې لپاره ترسره شول.
