نيمروز ولايت کې د ا. ا په نوم د موى تاى سيالۍ ترسره شوې
نيمروز ولايت په کوربتوب د ا. ا په نوم نيمروز او هرات ولايتونو د ٤٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د موي تاى دوه يم پړاو يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
په دې سياليو کې چې ټولټال ٢٠ لوبې وشوې د نيمروز ولايت د سرو زرو ١٢مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او هرات د سرو زرو ٨مډالونو په ترلاسه کولو سره دوه يم مقام خپل کړ.
په پاى کې ګټونکو لوبغاړو ته د موي تاى فدراسيون رئیس مطيع الله نوري له لوې د اتلولۍ مډالونه هم ورکړل شوه.
