اتحاد لوبډلې د لغمان فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۴:۴۵
اتحاد لوبډلې د لغمان فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

په لغمان ولایت کې شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې د شپږ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پای لوبې ته اتحاد او پېروزي لغمان لوبډلو لار موندلې، چې اتحاد لوبډلې په پای لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د لغمان ورزشي مسؤلینو، ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مينوالو هم برخه اخیستې وه، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS