خوست؛ د شهید حافظ بدرالدین حقـاني په یاد کې د رزمي ورزشونو په زړه پورې آزادې سیالۍ وشوې
په خوست ولایت کې د رزمي ورزشونو د فدراسیون او د خوست د ورزش آمریت په همغږۍ د ۱۳ کلبونو د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د شهید حافط
بدرالدین حقـاني په یاد کې په زړه پورې آزادې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ چې د استاذ نجم الدین وفا کمپ له لوري د خوست په اماني لوبغالي کې پیل شوې وې، لیدو ته یې د خوست د ورزش مسؤولین، ځایي چارواکي، ورزشکاران او ګڼ شمېر د ورزش مینوال ورغلي وو.
په پای کې د سیالیو پیاوړیو او مخکښو لوبغاړو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.
