په کندز کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن په کندز ولايت کې د وزلوبې سياليوکې ګډون وکړ.
په دې سياليو کې المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنیر نظرمحمد مطمئن سربېره ورسره مل پلاوي د عمري قول اردو قومندان، ولايتي مسوولینو او سلګونو نندارچيانو برخه لرله.
د کندز وزلوبې سيالۍ د وزلوبې فدراسیون او د دې ولايت ورزش رياست له لورې ترسره شوې.
په شمالي ولايتونو کې د وزلوبې سياليو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن ګډون کول ورزش ته د ورزشکارانو او پهلوانانو د هڅونې او تشویق لامل شوى دى.
د وزلوبې دغه سيالۍ د کندز مرکز او ولسواليو څو پهلوانانو او همداراز د تخار او بغلان ولایتونو پهلوانانو ترمنځ په کندز کې ترسره شوې.
