کندهار؛ سپين بولدک کې د فوټبال سیالۍ د قاهر روښان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۴:۵۴
کندهار؛ سپين بولدک کې د فوټبال سیالۍ د قاهر روښان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې فوټبال سیالۍ چې څه مود وړاندې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په قاهر روښان لوبغالي کې پیل شوې وې، پرون جمعه د قاهر روښان لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.

د سیالیو پایلوبه د قاهر روښان او ښایسته ملي فوټبال لوبډلو ترمنځ وه چې قاهر روښان لوبډلې د ۲-۱ په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کندهار ولایت د ورزش ریاست رئیس محمود آغا بشر د سیالیو ګډونوالو ورزشکارانو ته له خپل لوري د هر راز ممکنه همکارۍ ‌‌ډاډ ورکړ او هغوی یې وهڅول.

په پای کې مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او پیاوړیو لوبغاړو ته د ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون له لوري د ورزشي توکو مرسته وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۴
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شهاب الدین لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۳
Background image

د پکتیا مرکزي زندان کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د زندانونو چارو ریاست سره په همغږي د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار په مرکزي زندان کې د دوو لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۱
Background image

هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS