په دايکندي ولایت کې د "خزاني" جام په نوم د دولتي ادارو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ پچه اچونه وشوه
د دايکندي ولایت ورزشي امريت په همغږۍ د دې ولايت دولتي ادارو ترمنځ د "خزاني" جام په نوم د فوټبال فدراسيون مسوولینو او د دې ولايت ١٣دولتي ادارو استازو په شتون کې د فوټبال ټورنمنټ پچه اچونه ترسره شوه.
دغه سيالۍ په دوو "الف او ب" ګروپونو کې ترتيب شوې دي.
په الف ګروپ کې "د MPO موسسه، نوى کابل بانک، فدراسیون تخنيكي زده کړي، Actionموسسه، پوهنې رياست او څارنوالۍ" لوبډلې شاملي دي.
په ب ګروپ کې بيا " امنيه قومندانۍ، ښوونه او روزنه، اطلاعاتو او کلتور، ناصر خسرو، د نيلي ښار ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت" لوبډلې ګډون لري
ټاکل شوې دغه سيالۍ به سبا د جمعې په ورځ د ليندۍ په ٤ نېټه پيل شي چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
