په کابل کې د پاراالمپیک ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام پاى ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۹:۱۶
په کابل کې د پاراالمپیک ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام پاى ته ورسېدې

د پاراالمپیک د ملي لوبډلې سيالۍ، چې څلور ورځې وړاندې د پاراالمپیک په ورزشي جمنازيوم کې د اووه ولایتونو: کابل، بلخ، بدخشان، خوست، کاپيسا، ميدان وردګ او هرات لوبډلو د ١٦٠ تنو ورزشکارانو په ګډون، په شپږو ورزشي رشتو: اتلتيک، پاورلفټنګ، ټېبل ټينس، نښه ويشتلو او جودو کې پيل شوې د کابل ولایت د لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې چې د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې ترسره شول، د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د فدراسيونونو امر محمد اعظم کوهي، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت استازي، د پاراالمپیک ملي فدراسیون سرپرست يوسف افتخار او د پاراالمپیک ورزشکارانو ګډون درلود.

په پيل کې د پاراالمپیک د فدراسیون سرپرست يوسف افتخار خبرې وکړې، نوموړي وويل: دا ستر وياړ دى، چې له شل کلن ځنډ وروسته مو په شپږو رشتو کې د پاراالمپیک ملي لوبډلو د غوراوي لومړى پړاو سيالۍ ترسره کړلې.

ښاغلي افتخار له مرکز څخه ور هاخوا په نورو ولایتونو کې هم د پاراالمپیک سياليو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن د مراسمو ګډونوالو ته وينا وکړه . نوموړي وويل: خوشحاله يوو، چې د پاراالمپیک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې او پايلې يې اعلان شوې.

ښاغلي مطمئن د پاراالمپیک ملي فدراسیون مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې هيله لري، چې پر نړيواله کچه هم له پاراالمپیک سره همکاري ولري په خبره يې؛ په کور دننه چې ستاسو هر ولایت خوښ وي هلته به د سياليو د ترسره کېدو زمينه درته برابره کړو.

ښاغلي مطمئن همداراز زياته کړه؛ ماته د ورزش ادارې ته په راتګ سره له پاراالمپیک څخه ډېر بد تصوير راکړل شوى و او له دغو ورزشکارانو څخه به په ځينو سياسي موخو او لاريونونو کې ناوړه استفاده کېدله؛ خو اوس دا هر څه بدل شوي دي.

نوموړي د پاراالمپیک له ورزشکارانو وغوښتل چې خپلو سيمو او کورونو ته له تګ وروسته د پاراالمپیک اصلي تصوير له خلکو، رسنیو او ملګرو سره شريک او نور معلولين هم ورزش ته وهڅوي.

د پاراالمپیک د دغو سياليو په ترڅ کې په يادو شويو شپږو رشتو کې ١٠٥تنه ورزشکاران د ملي لوبډلو لپاره وټاکل شول.

د پاراالمپیک ملي لوبډلې د غوراوي په يادو سياليو کې د کابل لوبډلې په بېلابېلو وزنونو او عمري کټګوریو کې د ٢٥٠ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړى، هرات د ٩١ امتیازونو سره دويم، بلخ د ٧٠ امتيازونو په درلودلو سره درېيم، خوست د ٤٤ امتيازونو سره څلورم، ميدان وردګو ولايت د ٣٢ امتیازونو په ګټلو سره پنځم او بدخشان د ١٩ امتيازونو په ترلاسه کولو سره شپږم مقام خپل کړ.

په پاى کې مقام ګټونکو ورزشکارانو او لوبډلو ته، مډالونه، کپونه او تقديرنامې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS