کندهار کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۹:۴۵
کندهار کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

په کندهار ولایت کې د اتلتیک فدراسیون سره په همغږۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د درې کیلو متره ځغاستې سیالي ترسره شوه.

د یادې سیالۍ لیدنې ته د کندهار د سپورټ او بدني روزني رئیس محمود آغا بشر، د کندهار ورزشي امر حافظ حیات الله عتیق، د المپیکي لوبو مدیر کلیم الله احمدزی ، د اتلتیک فدراسیون رئیس ساحل احسان او ګڼ شمېر مینوال ورغلي وو.

د دې سیالۍ څخه موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي.

د سیالۍ په پایله کې سمیع الله لومړی مقام، صفت الله دویم او بشیراحمد دریم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS