په پلازمېنې کابل کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د رګبي ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۰:۲۰
په پلازمېنې کابل کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د رګبي ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې

په پلازمېنې کابل د څلورو زونونو د شپږ لوبډلو ترمنځ د رګبي ژمنۍ سیالۍ د یوې ورځې لپاره په غازي لوبغالي کې ترسره شوې.

د دې سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملې کمېتې او سپورټ عمومي رياست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د رګبي فدارسیون استازو، یو شمېر نورو ورزشي مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

رقابتهای زمستانی رگبی بین شش تیم در کابل برگزار شد                   

د سیالیو په پیلیزو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنیر نظر محمد مطمئن د رګبي ورزشکارانو د هڅولو ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د رګبي ورزش ته به لا ډېره پاملرنه کیږي او هیله یې څرګنده کړه، چې د نن ورځې سیالۍ به په ښه توګه ترسره شي. همدا شان یې د خبرو په جریان کې د رګبي ورزشکارانو او لوبڅارانو ته وویل، چې ستاسې حق به نه خوړل کیږي او د وړتیا مطابق به ټولو ته د لوبېدو، ملي ټیم ته د انتخابېدو او ځلېدو چانس ورکول کیږي.

دا سیالۍ د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري د رګبي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د غوراوي او د ورزشکارانو چمتووالي په موخه ترسره شوې.

په دې یوه ورځني ټورنمنټ کې د کابل له څلورو زونونو څخه « کابل یونایټد، افغان کینګز، حبیبیه لېسه، آریانا، کابل زلمي او د مموزیو ځوانانو» شپږو لوبډلو ګډون کړی و.

د یادو یو ورځنیو سیالیو پایلوبه اریانا لوبډلې د مموزیو ځوانانو له لوبډلې د "۱ـ۳" په توپیر وګټله، په دې سره د مموزیو ځوانانو لوبډلې دویم او افغان کينګز درېیم مقام خپل کړ.

د رګبي ورزش یو شمېر ورزشکاران د دې سیالیو له ترسره کولو خوښ دي او په وینا یې نږدې له څلور کلونو راهيسې دا لومړي ځل دی، چې په پلازمېنې کابل کې د رګبي سیالۍ ترسره کیږي او غوښتنه کوي، چې دې برخه ته باید لا ډېره پاملرنه وشي.

په پام کې ده، چې له دې سیالیو وروسته به د ولایتونو په کچه هم د رګبي سیالۍ پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS