د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل کړ

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۳۵
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل کړ

د‌ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په دغه ولايت کې د‌ نيالګيو اېښودلو کمپاین پيل کړ.

په دغه کمپاين کې د ياد‌ ولايت د‌بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزيروال او کاري ټيم ګډون کړی و او د ياد رياست په انګړ کې يې د زرغون چاپېريال په موخه نيالګي کېښودل.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې ښاغلي وزیروال د نیالګیو اېښودلو په اړه د اسلام له نظره هر اړخيزې خبرې وکړې او د ننګرهار پۀ ورزشکارانو او ولسونو یې غږ وکړو چې د نیالګیو اېښودلو په کمپاین کې برخه واخلي او د ننګرهار د لا سمسورتیا لپاره دې په خپلو سيمو کې نیالګي کېنوي، ده همدا راز وويل د نیالګیو اېښودلو سره سم باید ددې پالنې ته هم جدي پاملرنه وشي، تر څو د چاپېریال ښکلا خوندي او د پاک چاپېريال ترڅنګ د پاکې هوا څخه برخمن شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS