په خوست کې د ووشو اړوند دری ورځنی سمینار پای ته ورسېد
په خوست ولايت کې د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو رشتې ۳۰ ښوونکو ته پيل شوی دری ورځنی سمينار پای ته ورسېد.
په دغه مراسمو کې چې د ياد ولايت په ورزشي امریت کې نیول شوي وو، د دغه ولايت ورزشي امر عطاء الله کډوال، له کابل څخه راغلي پلاوي، ورزشي مسولينو او د ياد سمينار استادانو ګډون کړی و.
په يادو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش امر ګډونوالو ته خبرې وکړې او ياد سمينار يې مثبت و ارزاوه او له راغلي پلاوي يې مننه وکړه
په پای کې ټولو ګډونوالو او استادانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د رزمي ورزشونو په برخه کې د مرکز په لارښوونه ورته سمینار سرته رسېدلی و.
