سمنګانو ولایت کې د ۱۸ کلنو فوټسال سیالیو اتلولي ازادي نوین لوبډلې وګټله

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۱
سمنګانو ولایت کې د ۱۸ کلنو فوټسال سیالیو اتلولي ازادي نوین لوبډلې وګټله

سمنګانو کې د ۱۸ کلنو د فوټسال دا سیالۍ چې دوه میاشتې وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د ۱۶ فوټسال لوبډلو ترمنځ پیل شویې وې د ازادي نوین لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

پایلوبه د "ازادي نوین او نخبګان" لوبډلو ترمنځ په صبح امید لوبغالي کې ترسره شوه، چې د نوین په اتلولۍ او نخبګان په دویم مقام پای ته ورسېده.

د دې سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، یووالی، یو بل منل او وررش ته وده ورکول و.

د پایلوبې په مراسمو کې د سیمه ییزو او ورزشي مسوولینو ترڅنګ، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د پای په مراسمو کې د مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS