د بغلان ولایت په کوربتوب د کورش او رستمي غېږنينونې ملي لوبډلې د غوراوي اووم پړاو سیالۍ پيل شوې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۱۶
د بغلان ولایت په کوربتوب د کورش او رستمي غېږنينونې ملي لوبډلې د غوراوي اووم پړاو سیالۍ پيل شوې

د بغلان ولایت په کوربتوب د ١١ولايټونو ورزشکارانو په ګډون کورش رستمي غېږنينونې ملي لوبډلې د غوراوي اووم پړاو سیالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي لعل جان راشد، د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسد الله مصطفى هاشمي، د بغلان ولایت مقام مستوفي مولوي نور محمد حقجو، د بغلان ملي راډیو تلویزیون رئیس مولوي محمد ياسر نعماني، د بغلان ورزشي امر امير محمد اميري، د کورش فدراسيون مسوولينو، ورزشکارانو او نندارچيانو ګډون درلود.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي لعل جان راشد په اسلام کې د ورزش په ځانګړي د پهلوانۍ ورزش په ارزښت او مخينې خبرې وکړې.

ورپسې د دې ولايت د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي اسد الله مصطفى هاشمي خبرې وکړې، نوموړي ورزشکارانو وهڅول او د ورزش د ودې په اړه يې د خپلو راتلو پلانونو په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي هاشمي زياته کړه؛ دوى له يو شمېر ورزشي کلبونو سره تړونونه کړي تر څو هغه ورزشکاران چې مالي ستونزي ولري دوى به يې په وړيا ډول دغو کلبونو ته ور وپېژني تر څو له ورزش لري پاته نه شي.

له دې سره د بغلان د ورزش امر امير محمد اميري خوښي وښوده چې نن د کورش فدراسيون د ملي لوبډلې د غوراوي سياليو کوربتوب کوي نوموړي په راتلونکي کې هم د ورته سياليو لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.

ها خوا د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رياست امام لوموي اظهار الدین تيموري هم په اسلام کې ورزش مهم وباله په خبره يې؛ له څرنګه چې ښوونځي په متعلمينو، پوهنتونونه په محصلینو او مدرسې په قاريانو ښايسته دى، نو هېواد په ورزشکارانو ښکلى دى.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې ورزشکاران تل بايد بادرکه او زړور و اوسي تر څو هېواد ته د وياړ سبب شي.

په دغو سياليو کې د هرات، فراه، پکتیا، کابل، کندز، فارياب جوزجان، بلخ، کندهار، بغلان او تخار ولايتونو ١٣٠ ورزشکاران ګډون لري.

دغه سيالۍ په دوو سامبو او کامبت سامبو سبکونو په ١٣ وزني کټګوريو کې ترسره کيږي چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په ترڅ به ٦٠تنه ورزشکاران چې د سامبو په برخه کې ٣٢تنه او د کامبت سامبو په سبک کې ٢٨تنه د کورش ملي لوبډلې ته غوره شي.

د يادو سياليو پر دوام به نن چهارشنبه د کب په درېيمه د سامبو په سبک کې ٣٩ جوړې سيالي کوي او سبا د کامبت سامبو په برخه کې سيالۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS