په سمنګان ولایت کې د دريو کلبونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۵
په سمنګان ولایت کې د دريو کلبونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

په سمنګانو ولایت کې د نوي حبیب، عظیمي او عبدالاحد رحماني کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د یاد ولایت د ورزشي امر محب الله محبي او د نوموړي ولایت د ورزشکارانو په شتون کې ترسره شوې، چې په پایله کې عظیمي کلب لومړی مقام او رحماني کلب دویم مقام خپل کړ.

په سمنګان ولایت کې ورزشي مسولین وایي، چې په دغو سیالیو کې په مختلفو وزنونو او دریو کټګورو ( تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) کې ۴۴ ورزشکارانو ګډون کړی و او موخه یې د سوک وهنې ورزش ته وده بلل شوې ده.

هېره دې نه وي په پای کې غوره ورزشکارانو ته د ورزشي مسولینو له لوري ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS