د حاجي شاه محمود په شخصي لګښت به په راتلونکو څو ورځو کې د فوټبال فدراسیون او المپیک ملي کمېټې لپاره د مسجد جوړولو چارې پیل شي
ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو به د فوټبال فدراسیون په انګړ کې د فوټبال فدراسیون او المپیک ملي کمېټې لپاره د فیصل شریف ساختماني شرکت مالک حاجي شاه محمود په شخصي لګښت د يو باب مسجد جوړولو چارې پیل شي. د دغه مسجد د ځمکې د تثبيت او مشخصولو پر مهال د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر ، د ياد رياست د دفتر رئیس محمد الله احساس او د نشراتو رئیس اتل مشواڼي شتون درلود.
دغه مسجد به ١٥ متره طول او ١٢متره عرض ولري، چې د جوړولو چارې به يې تر راتلونکو څو ورځو پورې پيل شي. د دې جومات د جوړولو انجنير وايي: د دې مسجد د جوړولو چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي، چې په يو وخت کې به د ٣٠٠ لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفيت ولري او شاوخوا " ۱۸۰۰۰۰۰ " افغانۍ لګښت پرې راځي.
د يادولو ده، چې دغه جومات د فوټبال فدراسیون او المپیک ملي کمېټې لپاره جوړیږي، چې دا مهال يې د نقشې، براورد او د ځاى د تثبيت پر اړه خبرې وشوې.
