په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۹:۲۰
په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د یاد کلب استادانو، ورزشکارانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

نوموړې سیالۍ، چې شاوخوا ۲۵ ورځې به دوام وکړي، پکې د مرکز لښکرګاه تر څنګ د نادعلي، ګرمسېر، واشېر، کجکي، مارجې، ناوې او ګرشک ولسوالیو د کبډي لوبډلو ګډون کړی دی.

د دغو سیالیو موخه د کبډي سیالیو پرمختګ او ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.

د یادونې وړه ده، چې د دغو سیالیو د پیل سیالي د کجکي او ګرشک ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کجکي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶-۰ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۵۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۴۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د محب الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې محب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۴۸
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS