غزني؛ په اندړو ولسوالۍ کې د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې

د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په کوربتوب د قره باغ، مقر، ګيرو، واغظ، ده يک ولسوالۍ او د پکتيکا ولايت يوې لوبډلې په ګډون د ٢٨ اس سپرو ترمنځ د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د شاجوى کلي په ورزشي ميدان کې ترشره شوې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو، محلي او دوديزو لوبو وده ده.