د کندز په مرکز کې د ۷۴ جوړو پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۱:۱۸
د کندز په مرکز کې د ۷۴ جوړو پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او کورش فدراسیون په همغږۍ د دغه ریاست په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د ۷۴ جوړو ۱۴۸ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسولینو، د دولتي ادارو استازو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مینوالو ګډون کړی و.

باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو موخه د یاد ولایت ولسونو ته د سالمې تفرېح چمتو کول او همدارنګه د مختلفو قومونو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۳۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیاليو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۱۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې یارانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ پیل شوې، چې دوې شپې به دوام وکړي.

د یادو سیاليو په. . .

BACK TO NEWS