د افغانستان تر شلو کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې خپله درېيمه سيالي ايران ته وبايلله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۱۵
د افغانستان تر شلو کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې خپله درېيمه سيالي ايران ته وبايلله

د افغانستان د ځوانانو له شل کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالو په لړ کې نن په زسکا لوبغالي کې خپله درېیمه سيالي له ایران سره ترسره کړه، چې په پایله کې یې د ايران له لوبډلې څخه د ۴-۱ ګولونو په توپير ماتې وخوړه.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې تر دې مخکې په یادو سیالیو کې دوه سيالۍ ترسره کړې وې، چې په لومړۍ سيالۍ کې يې ترکمنستان هيواد ته د ۲-۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړې وه او دويمه سيالي يې له تاجکستان هيواد سره ترسره کړه، چې په پايله کې يوـ یو ګول مساوي پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS