شاهين جبل السراج لوبډلې د پروان فوتسال غوره ليګ سياليو اتلولي وګټله
د پروان ولايت د فوتسال غوره ليګ سيالۍ چې د دې ولایت مرکز او ولسواليو د اتو لوبډلو ترمنځ د غويي په ١٧مه نېټه پيل شوې وې د شاهين جبل السراج لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې شاهین جبل السراج ، عقابان، امید میهن، صادقي، ستاره ګان، ساحل، لغماني او آرمان میهن لوبډلو ګډون درلود.
د يادو سياليو فاينل لوبه د شاهين جبل السراج او عقابان لوبډلو ترمنځ وشوه چې د ٦-٥ ګولونو په توپیر د شاهين جبل السراج لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د پروان د مرکز او ولسواليو د ورزشکارانو تر منځ پيوستون دى.
په پاى کې ګټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره ورزشکارانو ته مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.
