هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د پرمختګ په نوم د ټېپ بال کرکټ ګروپي سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۹:۴
هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د پرمختګ په نوم د ټېپ بال کرکټ ګروپي سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۴ (بي) لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ۱۴ اوریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د هاشمي ځوانانو او ازاد کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ازاد کرکټ لوبډلې د هاشمي ځوانانو لوبډلې ټاکلی ۱۹۶ مڼدې هدف پوره کړ او په شپږو ویکټو یې ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې به ټولټال ۲۵ لوبې ترسره شي او نیږدې یوه میاشت به دوام وکړي.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د لوبغاړو د لاښې وړتیا په پار پیل شوې چې له مخې به یې غوره لوبغاړي منتخبې لوبډلې ته غوره او ټاکل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې کمبودیا ته ماته ورکړه

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په دویمه لوبه کې کمبودیا ته د ۳ ـ صفر ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي له کوربه. . .

BACK TO NEWS