کابل؛ د هنډبال منتخبې لوبډلې پنځم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د کابل کلب لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې
په پلازمینه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د کابل هنډبال منتخبې لوبډلې پنځم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د کابل کلب لوبدلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، فني او مسلکي رئیس عبدالمومن راد، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د مشورتي بورد غړي سيد مبشر هاشمي او د هنډبال فدراسیون مسوولينو شتون درلود.
په دغو سياليو کې د کابل ښار د هنډبال اتو لوبډلو ګډون درلود چې له ډلې يې د کابل کلب او هدايت کلب لوبډلو فاينل ته لار ومونده، چې د کابل کلب لوبډلې د هدايت کلب لوبډلې ته د٤٦-٣١ ګولو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
په پاى کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
