شاهين نوي ځوانانو لوبډله د کاپیسا د مرکز د فوټبال سياليو ګټونکې شوه

د کاپیسا ولایت په مرکز کې د فوټبال دغه سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې د نوي ځوانانو د فوټبال د ودې، د نوي ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په موخه په امتيازي سيستم د شپږ لوبډلو ترمنځ د نو اباد په فوټبال لوبغالي کې پيل شوې وې، د نواباد د شاهين نوي ځوانانو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د شاهين نوي ځوانانو او کارېز نوي ځوانانو لوبډلو د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره د دغو سياليو فاينل ته لار ومونده، چې په فاينل لوبه کې د شاهين نوي ځوانانو لوبډلې وکولاى شول چې د پاينالتي ضربو په وسيله د کارېز نوي ځوانانو لوبډلې ته په ١-٠ ګولونو ماتې وکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.
په پاى کې د ورزشي مسوولینو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او تحسين نامې هم ورکړل شوې.