ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ د کوټ چينې مرکزي لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د ورزش ریاست له لوري په کوټ ولسوالۍ کې د واليبال اختريزي سيالۍ، چې د اختر په دويمه د ٢٤ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د کوټ چينې مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
دغو سياليو، چې ١٦ ورځې يې دوام وکړ، پايلوبې ته يې د کوټ چينې مرکزي او دوانو اتحاد لوبډلو لار وموندله، چې د کوټ چينې مرکزي لوبډلې له ٣-٠ پايلې سره خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړله.
په پاى کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.