ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د دودیزو لوبو نمایشات تر سره شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۹:۷
ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د دودیزو لوبو نمایشات تر سره شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ روداتو ولسوالۍ په بړو سیمه کې د دودیز لوبو د بیا دود او را ژوندي کولو په موخه د دودیزو لوبو نمایشات تر سره شول.

په دغو نمايشونو کې د رسۍ کشولو او غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې، چې په پيل کې د استاد شهاب او وحيد لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوه، چې د شهاب لوبډلې مقابله لوبډله تر ټاکلي ځاى پورې کش کړه او بريا يې وګټله.

د دغو نمايشونو په دويمه برخه کې د غشي ويشتلو سيالۍ هم ترسره شوه.

د سيمي خلکو چې په دغو نمايشونو کې يې برخه اخيستې د دوديزو لوبو په بيا را ژوندي کولو يې خوښي څرګنده کړه، چې له کلونو وروسته يو ځل بيا سيمه ييزې دوديزې لوبې راژوندۍ کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست هڅه کوي ترڅو ټولو هغو دوديزو لوبو بيا را ژوندي کولو ته کار وکړي، چې پخوا به کېدلې او اوس مهال يې ځاى نورو ورزشونو نيولى او د خلکو له ذهنه هم وتلې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS