زابل؛ طوفان هريرود لوبډلې د "اتحاد او يووالي" په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وګټله

د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د فوټبال سيالۍ چې شپږ ورځې وړاندې د څلور لوبډلو ترمنځ د "اتحاد او يووالي" په نوم پيل شوې وې د طوفان هريرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د طوفان هريرود او هريرود لوبډلو لار وموندله چې طوفان هريرود لوبډلې خپل سيال ته د ٣-٠ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.